Asset 1SWN

افغان سوداګر: د پاکستان سفارت دې د «ټاډ» اسنادو ورکړې بهیر ګړندی راکړي

Trade-Ease-Initiatives-by-Pakistan-Afghanistan-Joint-Chamber-of-Commerce-and-Industry

یوشمېر افغان سوداګر وایي چې کابل کې د پاکستان سفارت د افغانستان د باروړونکوموټرو چلوونکو ته دغه هېواد ته د تګ‌راتګ لپاره د لنډمهاله اسنادو ورکړې برخه کې ناغېړي کوي چې دوی یې، له ستونزو سره مخ کړې دي.

کابل کې سوداګر غلام رسول حضرت وايي، شپږ مياشتې کېږي چې د پاکستان سفارت ته یې، د خپلو باروړونکو موټرو لپاره د تګ راتګ لنډمهاله اسنادو ترلاسه کولو غوښتنه کړې؛ خو په وینا یې تراوسه یې دغه اسناد نه‌دي ترلاسه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «نږدې شپږ میاشتې کېږي چې د پنځو موټرو لپاره مې کاغذونه ورکړي او تراوسه پاکستان «ټاډ» اسنادونه نه‌دي راکړي او داسې ورسره په جنجال کې یم چې حیران پاتې یم چې څه وکړم؟»

د بابه‌ګل په نوم بل افغان سوداګر د پاکستان له حکومت څخه غواړي چې ژر تر ژره دې افغان سوداګرو ته د تګ‌راتګ لنډمهاله اسناد ورکړې زمینه برابره کړي. «پاکستان باید سوداګرو او موټرو ته اسانتیاوې برابرې کړي او د سوداګرو موټرو ته جواز ورکړي چې دواړو لوریو ته ایسار پاتې دي.»

کابل کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولان د دواړو هېوادونو موټرچلوونکو ته د تګ‌راتګ د لنډمهاله اسنادو د وېش په برخه کې د افغانستان او پاکستان له حکومتونو د لازیاتو اسانتياوو رامنځته کولو غوښتونکي دي.

کابل کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس نقیب‌الله ساپی وايي: «موږ له افغانستان او پاکستان غواړو چې د دواړو هېوادونو موټرچلوونکو ته د سندونو وېش بهیر کې اسانتیاوې رامنځته او اوس دا بهیر تت او ورو روان دی چې موږ د ډېرو اسانتیاوو غوښتونکو یوو.»

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولان بیا وايي، کابل کې د پاکستان سفارت تراوسه ۱۵۰۰ افغان سوداګرو ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ‌راتګ لنډمهاله سندونه وېشلي او دا لړۍ دوام لري.

د دغه وزارت ویاند امام‌الدین احمدي وايي: «TAD سند په کابل کې د پاکستان سفارت او په پاکستان کې د افغانستان سفارت له‌خوا د پاکستان د لارۍ‌چلوونکو لپاره وېشل کېږي او افغان او پاکستاني موټر‌چلوونکي کولای شي چې له پاسپورټ او ویزې پرته دواړو هېوادونو ته د تګ‌راتګ لپاره له دې څخه ګټه واخلي او تراوسه پورې ۱۵۰۰ لارۍ‌چلوونکو ته پاکستان ته د ننوتلو لنډمهاله اسناد ورکړل شوي او دا بهیر دوام لري.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پاکستاني چارواکو څو مياشتې وړاندې ویلي وو، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لویو موټرو چلوونکي باید د ټاډ په نوم لنډمهاله اسنادونه ولري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام