Asset 1SWN

لوګر کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د کرېکټ «انټرکلب» سیالۍ پيل شوې

9933b3a8-542a-47f1-8be8-c51503a4fded

 د لوګر د کرېکټ امریت چارواکي وايي، دغه سیالۍ د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې له لوري د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پيل شوې چې شاوخوا ۴۰ ورځې به دوام وکړي.

د دغه ولایت د کرېکټ ادارې امر حشمت الله ستانکزي سلام‌طندار ته وویل، دا سیالي د کرېکټ بورډ ادارې له لوري د «انټرکلب» رسمي سیالۍ دي چې د مرکز پل‌علم په ګډون د ټولو ولسوالیو د کرېکټ لوبې شاوخوا ۱۶ لوبډلو په ‌کې ونډه اخیستې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ستانکزی زیاتوي چې د کرېکټ پیل شوې انټرکلب سیالۍ په دریوو کټګوریو وېشل شوي او هره لوبډله به په هره کټګورۍ کې ۵۰ اووره لوبې کوي.

نوموړي وویل: «خوښ یم چې په لوګر  کې د کرکټ انټرکلب رسمي سیالۍ پيل شوي چې موخه یې د ولایت په کچه دویمه درجه لوبډلې لپاره د لوبغاړو غواروی، د کرکټ د لوبغاړو ترمنځ همغږي او د هغوي ظرفیت لوړول دي.»

هغه همدارنګه زیاتوي، د پيل شویو سیالیو ځينې لوبې به د پلازمېنې کابل په «ستانکزي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي. د انټر کلب سیالیو یوه لوبغاړي ولي الله سلام وطندار راډيو ته وویل، خوښ ده چې د وران کال په انټر کلب سیالیو کې لوبیږي.

نوموړي کرېکټ بورډ ادارې ته وړاندیز وکړ چې دوي ته په خپل ولایت کې د رسمي لوبو ترسره کولو ټولې اسانتیاوې براربرې کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

لوګر کې د کرېکټ بورډ له لوري د انټر کلب رسمي سیالۍ په داسې حال کې پيل شوې چې تېره میاشت هم د لوګر د کرېکټ امریت له لوري په مرکز پل علم کې د ولایت په کچه د کرېکټ لوبې ترسره شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام