Asset 1SWN

د لوګر خروار ولسوالي کې سېلابونو بزکرانو ته درانه مالي زیانونه اړولي

5e577ec8-99e1-4544-b4b3-cb7edc5905e3

د لوګر په خروار ولسوالي کې د شویو اورښتونو له امله راوتلیو سېلابونو، کروندګرو ته درانه مالي زیانونه اړولې دي.

د خروار ولسوالي د کرنیزو خدماتو مدیر امداد‌الله سلام‌وطندار ته وویل، وروستیو سېلابونو شاوخوا ۱۳۰ جریبه کرنیزه ځمکه چې پرې د غنمو، لوبیا، کچالو او ځینې نور حبوبات کرل شوې وو، له‌منځه تللي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه‌راز نوموړي زیاته کړه، د دې زیانونو تر څنګ ورستیو سیلابونو ۱۱ جریبه مېوه‌لرونکي او غیر مېوه‌لرونکي باغونه هم له‌منځه وړي دي.

نوموړي په کورنیو او نړیوالو بنسټونو غږ وکړ چې په خروار ولسوالي کې له سېلاب‌ځپلیو بزګرانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې تېره میاشت هم د لوګر په خروار ولسوالي کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله څه باندې ۳ سوه جریبه کرنیز فصلونه له‌منځه تللي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام