Asset 1SWN

اقلیمي بدلونونه؛ د ماشومانو د خوندیتوب سازمان: شپږو میاشتو کې ۳۸ زره افغانان بې‌ځایه شوي

خشک_سالی1-q9jthkiou1b6rhffb5wfvn8ftnnwm19hgw9avaumiw

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان (Save the children) ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لږترلږه ۳۸ زره افغانان چې له نیمايي ډېر یې ماشومان دي، د اقلیمي بدلونونو له کبله بې‌ځایه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه سازمان نن (د زمري ۱۶مه، سه‌شنبه) پر خپلې وېب‌پاڼې یو راپور خپور کړی چې په‌کې لیکل شوي، سږ کال په افغانستان کې د تېر هغه په پرتله د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر زیات شوی دی.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان په راپور کې لیکل شوي چې وچکالي، د هوا د تودوخې درجې لوړېدل، ځمک‌ښویېدنه او توپان د بې‌ځایه کېدو اصلي لاملونه دي.

په دغه راپور کې زیاته شوې: «وچکالۍ د افغانستان په سوېل کې کندهار ولایت سخت ځپلی او خلک د سلګونو څاه‌ګانو او د اوبو نورو سرچینو له وچېدو وروسته نورو سیمو ته کډه شوي دي. په کوم کلي کې چې موږ کار کړی، شاوخوا نیمايي کورونو د پاکو اوبو د کموالي له کبله خپلې مېنې پريښې دي.»

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان زیاته کړې چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې شپږم زیانمن هېواد دی او د دغو بدلونونو پر وړاندې د مبارزې لپاره تر ټولو کمه وړتیا لري.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر دې مخکې ویلي و چې هېواد کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې مرستو او په دې برخه کې د نیمګړیو پروژو بیا پیلولو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام