Asset 1SWN

کابل کې پر نشه‌يي توکو روږدې مېرمنې: اقتصادي ستونزو پر نشې اخته کړې یوو

womenaddict-qs43p026pknw8thoaoga0ha3klisau3b79vjuiir2g

په کابل کې پر نشه‌يي توکو یوشمېر روږدې مېرمنې وايي چې نشې یې ژوند ور تريخ کړی دی. راحله (مستعار نوم) چې ۲۹ کاله عمر لري، له تېرو درېوو میاشتو راهیسې له خپلو درېوو ماشومانو سره د کابل ښار د روږدو مېرمنو او ماشومانو د درملنې په ۱۵۰ بستریز روغتون کې بستر ده. هغه وايي، دا یې دويم ځل دی چې نشې ته مخه کوي. د نوموړې په وینا، خاوند یې چې پر نشه‌يي توکو روږدی دی، دا اړ کړې چې نشه‌يي توکي وکاروي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

راحله زیاتوي: «دوی نشې کولې؛ ما دلته ساتي او ۴۵ ورځې مې چې دلته ووځي، ازادېږم چې ولاړه شم، خو له خاوند نه مې وېرېږم، ځای نه‌لرم، کار نه‌لرم، نه‌شم کولای چې له دغه ځایه ولاړه شم. څه به کېږي، د سړک پر سر به پاتې کېږم. هېڅ کور او د اوسېدو ځای نه‌لرم یا د خاوند له وېرې چې بېرته مې ونه نیسي، ډېره اندېښمنه یم.»

هغه وايي، د روږدو د درملنې موده ۴۵ ورځې ده، خو دا چې هغه اوس سرپناه‌ نه‌لري، د درېوو ماشتو په تېرېدو سره لا هم په دغه روغتیايي مرکز کې اوسېږي.

زینب او زحل (مستعار نومونه) دوه هغه نورې نجونې دي چې د روږدو ښځو او ماشومانو په دغه مرکز کې تر درملنې لاندې دي. زینب دوه میاشتې او زحل هم څلور کاله کېږي چې نشه‌يي توکي کاروي. د دوی په وینا، پر نشو اخته‌ کېدو یې ژوند ور تریخ کړی او غواړي په ټولنه کې د یوه عادي کس په څېر ژوند وکړي. دغه مېرمنې زیاتوي:

«زه خوشحاله يم چې دلته راغلم. دا زما لپاره د ژوند يوه تجربه شوه. غواړم نورو ته هم ووايم، په درد نه خوري چې نشه‌يي توکي وکاروي.»

«نوره په دې هيله يم چې ښه شم او له خپلې کورنۍ سره د يوه سالم انسان په څېر ژوند وکړم. غواړم بېرته خپل درسونه ووايم، نور نه غواړم نشو ته مخه کړم.»

بله‌خوا په کابل کې د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې ۱۵۰ بستريز روغتون رییسه ډاکټره ښايسته حکيم وايي، کورنی تاوتریخوالی، د جنس له اړخه توپیري چلن او ځینې نور موارد هغه لاملونه دي چې له امله یې ښځې نشو ته مخه کوي.

ښایسته زیاتوي: «پر نشې اخته کېدل یو اړخ نه لري، بلکې څو اړخونه سره یوځای کېږي، لکه کورنی تاوتریخوالی، که خاوند پر نشې اخته وي، خپله ښځه د دې لپاره چې ترې ولاړه نه‌شي، په زوره پرې روږدې کوي. په ځینو کورنیو کې توپیري چلن وي؛ ښځې، نجونې او هلکان اقتصادي ستونزې لري؛ ټولنیزې ستونزې دي چې دوی په ټولنه کې نه منل کېږي. دا هغه لاملونه دي چې دوی نشې ته مخه کړي. کډوالي خپله هغه لامل دی چې دوی نشې ته اړ باسي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عامې روغتيا وزارت مسوولانو بیا سلام‌وطندار ته ویلي چې ا.ا د روږدو ښځو د درملنې لپاره د ټول هېواد په کچه ۱۰ روغتیايي مرکزونه ځانګړي کړي دي. د دغه وزارت ویاند شرافت زمان وايي، په هېواد کې پر نشه‌يي توکو د روږدو ښځو نوې شمېرې نشته، خو د زړو هغو له مخې، دوی د نږدې پنځو زرو ښځینه‌وو په ګډون، د ۵۵ زرو روږدو کسانو درملنه کړې ده.

د روغتيا نړیوال سازمان څه موده مخکې ویلي و چې په افغانستان کې پر نشه‌يي توکو د روږدو مېرمنو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام