د عدلیې وزارت مسوولانو د یکشنبې په ورځ د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یوکلنو لاستهراوړنو د وړاندې کولو په پروګرام کې وویل چې په تېر لمریز کال کې یې د قوانینو، اصولنامو، فرمانونو، حکمونو، مقرراتو، اساسنامو او لایحو په ګډون، ۱۰۱ تقنیني سندونه ارزولي دي.
د دغه وزارت د مسلکي چارو مرستیال عبدالکریم حیدر وویل، دغه وزارت تېر کال ۴۷ قانونه وروستي کړي او د توشېح لپاره یې د ا.ا مشر ته لېږلي چې په وینا یې، پنځه هغه یې توشېح شوي دي.
د نوموړي په وینا، په توشېح شویو پنځو قوانینو کې د ځمکو د غصب مخنیوي قانون، د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت د شکایتونو د اورېدو قانون او ځینې نور شاملېږي.
د عدلیې وزارت مسوولان زیاتوي چې په تېر یوه کال کې یې د دولتي ملکیتونو د غصب تر ۷۰۰۰ زیاتې قضیې هم څېړلې دي. د عدلیې وزارت د امارتي قضیو رییس احسانالله وثیق وايي:
«د امارتي شتمنیو د ساتنې، د ځمکو د غصب مخنیوي او د املاکي شخړو د حل په موخه مو د ملکیت او منقولو او نامنقولو شتمنیو ۷۹۲۸ قضیې څېړلي او ۲۳ کورونه، ۲۵ هټۍ، دوه لوړپوړې ودانۍ، یو کلینیک او دوه سرایونه بېرته را ګرځولي دي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادونې ده چې عدلیې وزارت په تېر یوه کال کې څه باندې ۱۵۰۰ مدافع وکیلانو، ۲۲۰ ټولنو او له ۳۶۷۰ څخه د معاملاتو د لارښوونو دفترونو ته د کار جوازونه نوي کړي دي.