Asset 1SWN

ا.ا: د محمدابراهیم محتاج قضیه د هغه له خبریالۍ سره تړاو نه‌لري

یوشمېر افغان خبریالان په کندهار کې د ملت غږ محلي راډیو د خبریال محمدابراهیم محتاج له نیول کېدو سره هم‌مهاله په هېواد کې د خبریالانو د نیولو دوام په اړه اندېښنه څرګندوي.

دوی د سرپرست حکومت له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غواړي چې د رسنیو د سرغړونې کمېسیون له لارې د نیول شویو خبریالانو قضیې وڅېړي. د افغان نیوز خبریال مهدي انصاري او د ژوندون ټلوېزیون خبریال زیارمل هوتکي وايي:

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

«په وروستیو میاشتو کې د خبریالانو نیول کېدل زیات شوي او دا موضوع د خبریالانو لپاره پر یوې اندېښنې بدله شوې ده. موږ له سرپرست حکومت څخه غواړو چې په خپل سره یې ونه نیسي او باید د رسنیزو سرغړونو کمېسیون له لارې وڅېړل شي.»

«خبریالان د خلکو غږ دی، بې‌طرفه دي او هېڅکله نه غواړي چې خپله بې‌طرفي پرېږدي. موږ غواړو چې د ټولیزو رسنیو قانون توشېح کړي. په دې ورځو کې یوشمېر خبریالان نیول شوي چې موږ یې اندېښمن کړي یوو؛ باید خوشې یې کړي.»

په همدې حال کې د افغانستان د ژورنالېستانو شورا رییس حفیظ‌الله بارکزی مسوولان له امنيتي ادارو غواړي چې د خبريالانو د نيولو دوسيه له اطلاعاتو او کلتور وزارت او د رسنيزو سرغړونو له کمېسيون سره شريکه کړي.

نوموړی زیاتوي: «کله چې امنیتي ادارې خبریالان نیسي، اصول حکم کوي چې دا موضوع له اطلاعاتو او کلتور وزارت او د رسنیزو سرغړونو له کمېسیون سره شریکه شي، څو روښانه شي چې موضوع یې شخصي ده، سیاسي ده او که د خبریالۍ د کار اړوند ده.»

په ورته وخت کې د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي چې په کندهار کې د ملت غږ سيمه‌ييزې راډيو د خبريال محمدابراهيم محتاج نيول د هغه له ژورنالېستیکي کار سره تړاو نه‌لري.

د دغه وزارت ویاند خبیب غفران په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «کوم خبریال چې تازه په کندهار کې نیول شوی، د هغه موضوع اخلاقي ده او تر څېړنو لاندې ده. موږ له اړوندو ادارو سره په اړیکه کې یوو او هڅه کوو چې ژرترژره دا موضوع حل او خوشې شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په کندهار کې د ا.ا د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت مسوولانو د زمري په شپږمه، د شنبې ورځ په کندهار کې د ملت غږ راډیو خبریال محمدابراهیم محتاج له خپل دفتر څخه تر وتلو وروسته نیولی دی.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې په کندهار کې يو ازاد خبريال محمديار مجروح هم د ا.ا د امنيتي ځواکونو له‌خوا نيول شوى چې لا هم بندي دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام