Asset 1SWN

پر اسراییلو د توغندیز برید له امله ۱۲کسان وژل شوي

F240727MG122-1

اسراییلي چارواکي وايي چې د جولان لوړو کې د فوټبال پر لوبغالي د توغندیز برید له امله ۱۲ کسان وژل شوي دي.

اسراییلو د دې برید پړه پر حزب‌الله وراچولې او ګواښ یې کړی چې غچ به یې واخلي. دغه برید چې تر ټولو خونړی بلل کېږي، حزب‌الله ډلې په‌کې خپل لاس لرل، رد کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

برید د جولان د دروز د مجډال شمس کلي فوټبال لوبغالي کې شوی، هغه سیمه چې په ۱۹۶۷ د اسراییلو له‌خوا اشغال شوې چې ډېری هېوادونه دغه سیمه په رسمیت نه‌پېژني.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو د دروز ټولنې له چارواکو سره په یوې ټیلیفوني اړیکه کې ویلي: «حزب‌الله به د دې برید درنه بیه پرې کړي چې تراوسه یې نه‌ده پرې کړې.»

بل‌خوا حزب‌الله د دې برید په اړه یوې خبرپاڼه کې ویلي: «اسلامي مقاومت په بشپړه توګه له دغې پېښې سره هېڅ تړاو نه لري او په دې اړه ټول درواغجن تورونه په کلکه ردوي.»

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې برید کې ۱۳ کسان ټپیان شوي هم دي. د برید پرمهال د فوټبال لوبغالی له ماشومانو ډګ وو.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په راپور کې ویل شوي چې له دې برید وروسته، اسراییلو لبنان کې د حزب‌الله پر پټن‌ځایونو توغندیز بریدونه هم کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام