د زابل روغتیايي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو میاشتو پرمهال پر بېلابېلو موسمي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.
دوی سلاموطندار ته وویل، د هوا په ګرمېدو سره یې ۷۰۰ کسان چې پر موسمي ناروغیو اخته دي، ثبت کړي او ډېری یې هم ماشومان دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مسوولان ګرمه هوا، ککړې اوبه، د حفظالصحې نهمراعتول او ځینو سیمو کې روغتیايي خدماتو ته نهلاسرسی پر موسمي ناروغیو د اختهکېدو لاملونه بولي.
د زابل د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر نذیراحمد وویل: «زابل ولایتي روغتون کې په موسمي ناروغیو د اخته کسانو مراجعین زیات شوي. د موسمي ناروغیو پر بېلابېلو ډولونو اخته دي، لاملونه يې ګرمه هوا، ککړې اوبه، وچکالي، حفظالصحې نهمراعتول او په خینو سیمو کې روغتیایې خدماتو ته نه لاسرسی دی.»
پر موسمي نارغیو د اخته ماشومانو مېندې وايي، ماشومان یې شدیده تبه لري چې له کبله یې، پر ورځو ورځو روغتون کې د خپلو ماشومانو بستر او درملنې ته اړ شوي دي. دوی له مسوولانو او روغتیاپالانو د یادو ناروغیو د کابو کولو غوښتنه کوي
نجیبه چې له تېرې څه باندې یوې اوونۍ راهیسې یې، خپل ماشومان د زابل ولایتي روغتون کې بستر کړي، وايي: «نن شپه مې نهمه شپه ده چې ماشوم مې بستر کړي. کور کې نه ورسره پوهېدو، ډیرې شدیدې تبې يې لرلې، دوه-درې ځلې مو بیا د کلي ډاکټر ته وروستی، خو ګټه يې ونهکړه، له خوراکه ولوېد، بیا مو دلته بستر کړ.»
روغتیاپالان د موسمي ناروغیو زیاتېدو لامل د «روټا» په نوم ویروس په بولي چې ګرمه هوا کې تر ډېره کمعمره ماشومان تر برید لاندې راولي او وروسته د شدیدې تبې ترڅنګ، په ناسناستې او نورو موسمي ناروغیو اخته کېږي.
دوی د حفظ الصحې مراعتول او له ګرمې هوا او ککړو اوبو د ماشومانو ساتل په موسمي ناروغیو د اخته کېدو د مخنیوي تر ټولو غوره لار بولي.