۵۵ کلن جان محمد چې د خپل عمر ډېر کلونه یې پاکستان کې تېر کړي، اوس خپل هېواد ته راستون شوی او د ژوند تېرولو لپاره هېڅ ډول امکانات نهلري.
هغه د ماشومانو روزنې ته اندېښمن دی او د سرپرست حکومت له مسوولانو غواړي چې بېرته راستنو شویو سره د نغدي مرستو ترڅنګ، د دوی د ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې زمینه هم برابره کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «بچیان مو وروره مکتبو کې واچوئ، بل شي ته یې واچوئ، مدرسو ته یې واچوئ، بېتعلیمه پر موږ چې کوم ژوند تېر شو؛ پر موږ خو هسې تېر شو چې پر بجیان مو تېر نهشي. یارا انشاءالله چې دا کوم امارات ته گورم چې کوم کار یې، شروع کړی، زما بچی به تعلیم وکړي، هر سه به وکړي.»
مېرمن خاتمه چې دې وروستیو کې له پاکستانه په زور رااېستل شوې او د مرستو ترلاسه کولو لپاره یې، د غزني د کډولو ریاست ته مراجعه کړې، سلاموطندار ته وايي، تراوسه یې د هېڅ کوم بنسټ له لوري مرسته نه ده ترلاسه کړې.
هغه وویل: «مهاجر کارتونه مو وو، وروره، هغه مې پلار ده، موږ درلودل، دغه یې راکري وو، په خوښه څوک راځي، تا ته وایم ته ما ته له دې ځایه په خوښه شړې؟ په زور مې شړې، خو به ځمه. په خوښه چېرې ځمه؟ په خدای که، مې وس ورسېږي، زور نوی، زه چېرې راځم.؟
غزني د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولان سلاموطندار ته وايي، د روان کال لومړیو څلورو میاشتو کې یې له ایران او پاکستانه زرګونه راستانه شوي ثبت کړي.
دوی وویل، ثبت شویو کې یې ۶۰۰ کورنۍ دي او د هرې پنځه کسیزې کورنۍ غړي ته دوه زره نغدې افغانۍ هم ورکړل شوي دي.
د غزني د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست د بیامېشتېدنې عمومي مدیر دُرمحمد کاکړ وویل: «د ۱۴۰۳کال له پیله د همدې کال د ۴ تر ۳۰ تاریخ پورې، ۱۰۷۳ پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې ۶۷۷ کورنۍ او پاتې ۳۹۹ یې انفرادي دي. ناوې ولسوالي کې ۴۸۶ کورنۍ، اجرستان کې ۳۰۰ کورنۍ سروې شوي دي. د ا.ا لهخوا کډوالو سره چې مرسته کېږي د غزني مستوفیت کې، هرې کورنۍ سره ۲۰۰۰ افغانۍ دي.»
کاکړ زیاتوي چې دغه اداره بیرته راستنېدونکو سره د مرستو لپاره بودیجه نهلري، خو د همکاره بنسټونو د نغدي او غیرنغدي مرستو سروې جریان لري. «د کډوالو چارو ریاست څه نهلري، خو سياېچای» د ۱۴۰۳کال له پیله تراوسه، ۲۱ کورنیو سره نغدي مرسته کړې. ديارسي له ۱۹ کورنیو سره نغدي مرسته کړې. ویستا موسسې ناوه ولسوالي کې ۲۱۷ کورنیو سره، اجرستان کې ۱۵۰ کورنۍ سروې شوي دي. نورو ولسوالیو کې هم راتلونکې کې انشالله چې کورنۍ سروې کېږي او نغدي مرسته به کېږي.»
تېرو دوو کلونو کې د پاکستان او ایران له لوري د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ د اسلامي امارت او خلکو لپاره په یوې جدي ننګونې بدله شوې.
معلوماتو له مخې، دې وروستیو کې په اوسط ډول هره ورځ له درې تر څلور زرو پورې کسان له ایران او پاکستانه په جبري او داوطلبانه ډول هېواد ته راستنیږي.