Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان کې چاودنې؛ یو پولیس وژل شوی او ۱۳ کسان ټپیان دي

۱۲۲۱۲۲۲۲۲

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د دوو بمي چاودنو پرمهال، یو پولیس وژل شوی او د ۹ پولیسو په ګډون ۱۳ کسان ټپیان شوې دي.

پاکستاني رسنیو د پولیسو له قوله خبر ورکړی چې لومړۍ پېښه نن جمعه، جولای ۱۹مه د یاد ایالت، د توربت په بلیده سیمه کې شوې چې یو پولیس په‌کې وژل شوی او اووه نور ټپیان شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

چاودنه د سړک غاړې ماین چاودنې له امله رامنځته شوې چې په‌کې د اېف‌سي ځواک موټر په نښه شوی دی. د پېښې ټپیان د توربت روغتون ته وړل شوي دي.

بل‌خوا په دویمه پېښه کې چې نن جمعه د بلوچستان ایالت کې شوې، په‌کې دوه پولیس او څلور ملکیان ټپیان شوې دي.

پولیسو چارواکو رسنیو ته ویلي چې دغه پېښه له لرې لارې د رېموټ کنټرول بم چاودنې له امله رامنځته شوې.

د دواړو پېښو مسوولیت تراوسه کوم چا یا ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بلوچستان کې تر دې وړاندې د شویو ډېرو چاودنو او بریدونو مسوولیت، بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې منلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام