Asset 1SWN

کابل کې د پاسپورت وېشلو درې نوې څانګې پرانیستل شوې

n_5

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست مسوولان وايي چې نن چهارشنبه، چنګاښ ۲۷مه پلازمېنه کابل کې یې د پاسپورټونو د وېش درې نوي مرکزونه پرانېستل.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د یاد ریاست مسوولانو وویل، دغو مرکزونو د کابل ښار په دارالامان، قلعه زمان‌خان او تره‌خېل تنګي سیمو کې فعال پیل کړي چې هر مرکز په ورځ کې د دوه زره پاسپورټونو د وېش ظرفیت لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاسپورټ عمومي ریاست رییس عبدالکریم حسیب وايي، دې مرکزونو کې خلکو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي. «د پاسپورټ درې نوي مرکزونه نن پرانېستل کېږي چې دې مرکزونو کې اسانتیاوې ډېرې په پام کې نیول شوي. د نارینه او ښځینو لپاره جلا انتظارخونې او جومات او د ښځینو لپاره د ښځو له‌خوا خدمات وړاندې کېږي او هره ورځ به هر مرکز کې دوه زره پاسپورټونه وېشل کېږي.»

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي دې غونډې ته وویل، نږدې راتلونکي کې به هر هغه څوک چې د پاسپورټ اخیستو غوښتنه کوي، په یوه اوونۍ کې به یې کار بشپړ او خپل پاسپورټ ترلاسه کړي.

هغه وویل: «راتلونکې کې چې هر څوک پاسپورټ غوښتنه کوي، یوه اوونۍ به ورته پاسپوټر ورکول کېږي او د افغانستان بانک یوه غرفه هم دې مرکزونو کې رامنځته شوې.»

د کورنيو چارو وزارت مرستيال محمدنبي عمري هم وویل، کابل ښار کې د پاسپورت وېشلو دغه درې نوي مرکزونه د پاسپورت وېشلو پروسه کې د فساد د مخنيوي په موخه فعاله شوي. «دغه مرکزونه د فساد مخنیوي لپاره رامنځته شوي او اوس هم کسان کوښښ کوي چې ځینو کسانو ته ووايي چې د پاسپورټ پر دوه یا درې سوه اخلم او حتا ځینې کسان شته چې لیک یې اخیستی چې ناسمه استفاده ترې کوي.»

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي بیا د پاسپورټ د وېشلو پڅ کاري بهیر څخه شکایت کوي او وايي، له پنځو میاشتو ډېر وخت کېږي چې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره یې په انلاین ډول نوملیکنه کړې؛ خو تراوسه نه‌دي توانېدلي چې پاسپورټ ترلاسه کړي.

د کابل ښار اوسېدونکي خلیل وویل: «پنځه او شپږ میاشتې کېږي چې پاسپورټ ته مې نوملیکنه کړې او دا بهیر مخکې نه‌ځي او حتا کابل له فورم لرې شوی او ومې نشوای کړای چې پاسپورټ واخلم.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست د شمېرو له‌مخې، دغه ریاست تېر یوه کال کې شاوخوا دوه میلیونه پاسپورټونه وېشلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام