د روزګان امنیه قومنداني ویاند هلال روزګانی سلاموطندار ته وايي چې د دغه ولایت د دویمې امنیتي حوزې منسوبینو له لوري د یادې حوزې اړوند سیمه کې څه باندې ۶۰۰کیلوګرامه نشهيي توکي نیول شوي دي.
د نوموړي په وینا، یاد نشهيي توکي په یوه «بایفور» ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو. هلال روزګاني همداراز وویل چې په دې تړاو یې څلور کسان هم نیولي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
روزګاني سلاموطندار ته وویل: «په یاد بایفور ډوله موټر کې چې یو نیم سل منه اومان نشه یي توکو پهکښې ځای پر ځای شوي وو، د څلورو تورنو کسانو سره امنیتي ځواکونو نیولی دي.»
بلخوا د روزګان امنیه قومنداني ویاند وايي چې د دغه ولایت دهراود ولسوالي په کټسر سیمه کې امنیتي ځواکونو د نشهیي توکو یوه لویه کارخونه کشف او لهمنځه وړې.
د هلال روزګاني په وینا: «یاده کارخونه کې ٦٧٤٠ کیلوګرامه اومان، ٤٠ کیلوګرامه یوفمواد، ٦٠ کیلوګرامه هاک مواد، ٣ بيلرونه او ٢ پایې د نشهیې توکو د پروسیس ژرندې لهمنځه یوړل سوې.»
روزګاني ټينګار وکړ چې د یادې ولسوالي په میاندو سیمه کې د چرسو دوه جریبه فصلونه لهمنځه وړل شوي دي.