Asset 1SWN

لوګر کې پلار خپل زوی او ناپېژنده کسانو یو قومي مشر وژلی دی

لوګر- چوک

د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وایي چې تېره ورځ «یکشنبه، چنګاښ ۲۴مه» په محمداغې ولسوالي کې په دوه جلاجلا امنیتي پېښو کې د یوه قومي مشر په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، د محمداغې ولسوالي په «کیشم» سیمه کې د کورنۍ ستونزو له امله یوه پلار خپل ۱۸ کلن زوی د چاقو په ګزارونو وژلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په خبره د پېښې قاتل نیول شوی او په دې اړه د امنیتي ځواکونو څېړنې روانې دي.

انس زیاتوي، د همدې ولسوالي په «دهنو» کلي کې تېره ورځ غرمه شاوخوا ۱۲ بجې ناپېژنده کسانو د عبدالحبیب په نوم یو قومي مشر په ډزو وژلی دی.

هغه زیاته کړه، یاده پېښه د امنیتي ځواکونو تر کلکې څېړنې لاندې ده او ژر به د نوموړې پېښې عاملان ونیسي او قانون ته به یې وسپاري.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکي هم له امنیتي بنسټونو غواړي چې د ورته امنتي پېښو مخنیوی وکړي او رامنځته شوې امنتي پېښو ژوره پلټنه وکړي او د پېښې عامیلین مجازات کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام