Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان کې پر پوځي مرکز برید له امله درې سرتیري وژل شوي او ۵۰ ټپیان دي

767929_19854431

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په بنو سیمه کې وسله‌والو د پوځ پر یوه مرکز برید کړی چې له امله یې درې سرتیري وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

برید نن دوشنبه، جولای ۱۵مه سهار وختي شوی چې د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، نښته لاهم روانه ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امنيتي ځواکونو په وينا، وسله‌والو له چاودېدونکو موادو ډک موټر د پوځي مرکز له دېوال سره جنګولی او وروسته یې دې پوځي مرکز ته ننوتي او له پوځيانو سره پر نښته دي.

سیمه کې خلکو رسنیو ته ویلي چې لاهم له یاد پوځي مرکز څخه د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل کېږي.

د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه دغه هېواد کې د ترهګرو ختمولو او امنیت ټينګښت په موخه د عزم استحکام په نوم د پوځي عملیاتو اعلان کړی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې اعلان سره سم د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې له یادو عملیاتو سره خلکو مخالفت ښودلی او د پوځ پر ضد لاریونونه کړې دي. د دوی په وینا، دې سیمو کې له دې وړاندې هم پوځ عملیات کړي چې ډېر زیان یې د سیمو خلکو ته اوښتی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام