Asset 1SWN

روزګان کې په ۱.۵ میلیونه افغانۍ د ۲۲کیلومتره سړک د جغل‌اچوونې چارې پیل شوې

سرک-سرک

د روزګان د دهراوود او چهارچینو ولسوالیو ترمنځ د چمبرک په نوم ۲۲ کیلومتره سړک د جغل‌ اچوونې چارې پیل شوې.

دغه سړک د ولایت مقام په مالي ملاتړ، د «څلورمې رواحه لېوا» او ټولګټو چارو ریاست په همکاري جوړېږي چې د جغل‌اچوونې چارې به یې یوه میاشت کې بشپړې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چهارچینو ولسوال محمدرفیق هنر سلام‌وطندار ته وویل: «دغه ۲۲ کیلومتره سړک چي د دهراوود، چتو سیمې شروع د چهارچینو تر خارخوردې بازار پورې به جغل‌‌اندازي او ورغول شي. د ولایت مقام په مالي ملاتړ چي ۱.۵ میلیونه افغانۍ دي، د څلورمې پلې رواحه لېوا او د ټولګټو چارو ریاست د انجینري ټیم او مشینرۍ په مرسته د ۳۰ورځو په جریان کي به د بیارغونې چارې بشپړې شي.»

د نوموړي په وینا، د یادې لارې د جغل‌اچوونې چارو پيل له امله پر دې لاره تلونکي مسافر له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو زیاتوي چې په جوړېدو سره به یې، د چهارچینو ترڅنګ د دایکندي اوسېدونکي هم له ډېرو ټرانسپورټي اسانتیاوو برخمن شي.

بل‌خوا د چهارچینو اوسېدونکي هم خوښ دي چې د دې لارې په جغل‌اچولو سره به یې، پر دې لاره د تګ‌راتګ پرمهال ګڼې ستونزې هوارې شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دوی همداراز له سرپرست حکومت غواړي چې یاده لاره په اساسي ډول ورغوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام