Asset 1SWN

لوګر کې د لبنیاتو راټولولو مرکزونو سره مرسته وشوه

4ed8cde2-26fc-4c06-8c80-a5ecce32cb78

د لوګر کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت مرکز پل‌علم کې د لبنیاتو راټولولو یو‌شمېر مرکزونو سره د وسایلو مرسته وشوه.

د دغه ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ریيس عبدالروف سعید سلام‌وطندار ته وویل، د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د یوشمېر کورنیو او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ په مرکز پل‌علم کې د شېدو راټولولو مرکزونو سره د بېلابېلو وسایلو مرسته وشوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سعید زیاته کړه، له یادې مرستې څخه موخه مالداران مالدارۍ ته هڅول، څو په لاس راغلي لبنیات د شیدو پروسیس مرکزونو ته ولیږدوي او له پلور څخه وروسته خپل اقتصاد پیاوړی کړي.

نوموړي زیاته کړه، د دغه ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې د کروندګرو او مالدارو ملاتړ وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې د شیدو ټولولو مرکزونو سره د یو لړ وسایلو او توکو مرسته شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام