Asset 1SWN

نن د نړیوال جام د اتو غوره پړاو لوبې پیلېږي

382406

د شل اووره سیالیو نړیوال جام له ګروپ پړاو سیالیو وروسته نن چهارشنبه، جون ۱۹مه د دغه جام د اتو غوره لوبډلو پړاو پیلېږي.

د یاد جام د اتو غوره لوبډلو پړاو چې په دوو ګروپونو وېشل شوی له دویم ګروپ څخه به امریکا نن د سوېلي‌افریقا کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې سیالي وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام د افغانستان پر وخت ۷ بجې پیل شي.

سوېلي‌افریقا، امریکا، وېست‌انډیز او انګلستان د اتو غوره لوبډلو پړاو په دویم ګروپ کې یوځای دي. د دې پړاو په لومړي ګروپ کې بیا افغانستان، هند، اسټرالیا او بنګله‌دېش سره یو ځای دي.

امریکا د شل اووره نړیوال جام له ګروپ پړاو سیالیو له اې‌ ګروپ څخه له هند سره یوځای دې پړاو ته لاره پیدا کړه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

سوېلي‌افریقا بیا له ډي ګروپ څخه له بنګله‌دېش سره یوځای اتو غوره پړاو ته لاره وموندله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام