Asset 1SWN

هرات کې په ۱۵ میلیونه افغانیو زلزله‌ځپلیو ته ۳۰ کورونه جوړ شول

زلزله‌ځپلي- کورونه

 هرات کې مسوولان وايي چې د دغه ولایت په زنده‌جان ولسوالي کې زلزله‌ځپلیو ته د هستوګنې ۳۰ کورونه وسپارل شول.

دغه کورونه چین او ترکیه کې د مېشت افغانانو په مالي لګښت او د هرات د انار درې د اوسېدونکو د شورا په همکاري جوړ او سه‌شنبه، غبرګولي ۲۲مه زلزله‌ځپلیو ته وسپارل شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هرات د انار درې د اوسېدونکو شورا یوه غړي غلام‌رباني خوش‌بخت وايي چې هر جوړ شوي کور باندې ۵۰۰زره افغانۍ لګښت راغلی دی.

د هرات د والي مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي وايي، ټاکل شوې چې نږدې راتلونکې کې د سرپرست حکومت له لوري دې ولسوالي کې زلزله‌‌ځپلیو ته ښوونځی او روغتیايي مرکز هم ورغول شي.

د هرات محلي مسوولانو په وینا، د یادو ۳۰ هستوګنیزو کورونو پر جوړېدو ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې زلزله‌ځپلیو ته د هستوګنې کورونه جوړ او سپارل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام