Asset 1SWN

پکتيا او خوست کې د ځنګل‌مېشتو سيمو ۱۷۶ کورنيو ته «لمریز نغري» ورکړل شول

لمریز نغري

پکتیا او خوست کې چارواکي وايي چې د یادو ولایتونو د ځنګ‌مېشتو سیمو پر ۱۷۶ کورنیو باندې «لمریز نغري» وېشل شوې دي.

د پکتیا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې احمدابا ولسوالي کې د ځنګلونو پرې‌کولو مخنیوي په پار یې، د ځنګل‌دارۍ ټولنو باندې ۸۸  لمریز نغري وېشلې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه لمریز نغري د اړیکو دفتر موسسې «TLO» له‌خوا ورکړل شوې دي.

په خبره پاڼه کې له خلکو غوښتل شوي چې یاد نغري ترویج کړي، څو نور خلک هم ګټه ترې واخلي او د ځنګلونو پرې کولو مخه ونيول شي.

بل‌خوا د خوست کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هم په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې تېره ورځ یې د اړیکو دفتر موسسې د ځنګلونو بیارغونې او خوړو خوندیتوب پروژې په ترڅ کې د تڼیو ولسوالي ورژلې درې د کمکۍ مڼۍ سیمه کې ٨٨ کسانو ته لمریز نغري وېشلې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

خبرپاڼه کې ويل شوي چې د لمريزو نغریو وېش موخه او ګټه دا ده چې د خلکو د لرګیو په مصرف کې به کموالی راشي، د ځنګلونو د پرې‌کولو څخه به مخنیوی وشي او بل‌خوا د پخلي پرمهال به له لوګي وژغورل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام