Asset 1SWN

لوګر کې ټرافیکي پېښې؛ تېرکال ۵۰ کسان مړه او ۱۰۰ نور ټپیان شوي

ټرافیکي پېښه- موټر

د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وايي چې په تېر یوه کال کې د کابل-ګردېز پر لویه لاره د ټرافیکي پېښو له امله ۵۰ کسان مړه او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوې دي.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته وايي چې د تېر یوه کال پرمهال لوګر کې ۱۸۰ ټرافیکي پېښې رامنځته شوي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۰ کسان مړه شوي او شاوخوا سل نور ټپيان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

انس زیاته کړه، یادې ټرافیکي پېښې د کابل-لوګر او لوګر-ګردیز پر عمومي سړک کې د موټرچلوونکو د ګړندي تګ او بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.

د نوموړي په وینا، د ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره یې موټرچلوونکو ته د چلوونې سیمنارونه پيل کړي او د کابل-ګردیز لوې لارې ویجاړ شوي پلُونه او پل‌چکونو رغونه یې هم پيل کړې.

د کابل-ګردیز لوې لارې یوه موټرچلوونکي رسول‌خان سلام‌وطندار ته وویل: «رښتیا هم د کابل-ګردیز پر لویه لاره ټرافیکي پېښې زیاتې شوي دي او لامل یې هم د موټرچلوونکو ګړندی تګ او بې احتیاطي ده.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړي امنیه قومنداني ټرافیکو مدیریت ته وړاندیز وکړ چې هغه کسانو ته د موټرچلوونې لایسنس ورنه‌کړي چي د موټرچلولو مسلکي زده‌کړې یې نه‌وي کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام