Asset 1SWN

د اقتصادي کمېسیون غونډه؛ دولتي ادارې دې له اېل‌اي‌ډي څراغونو استفاده وکړي

How-LED-Light-Panels-are-replacing-fluorescent-ceiling-light-options-and-retail-stores

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د «اقتصادي کمېسیون» غونډه کې دولتي ادارې مکلفې وګڼل شوې چې د برښنا سپما لپاره باید له دې وروسته د اوسنیو څراغونو پر ځای له «اېل‌اي‌ډي» څراغونو کار واخلي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن سه‌شنبه، غبرګولي ۲۲مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دولتي ادارې باید د برښنا لوړ لګښت مخنیوي په پار د اوسنیو څراغونو له استهلاک وروسته له اېل‌اي‌ډي څراغونو استفاده وکړي او په وینا یې، په دې اړه دې ادارو کې کارکوونکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اقتصادي معاونیت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د اقتصادي کمېسیون د هدایت پر اساس ټولې دولتي ادارې مکلفې وبلل شوې چې د شته څراغونو د استهلاک په صورت کې دې له اېل اي ډي څراغونو څخه استفاده وکړي او د برېښنا د سپما لپاره دې په خپلو ادارو کې په دې اړه عامه پوهاوی زیات کړي.»

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې همداراز ویل شوي چې د یادې پرېکړې پر پلي‌کېدو سره به د کال میلیونونه افغانۍ سپما شي.

بل‌خوا دې غونډه کې په لنډمهاله توګه له هېواده بهر د سرو زرو د لېږد اړوند طرحه هم تایید  شوه چې له مخې به یې سره زر لېږدول کېږي او پر بنسټ به یې د قاچاق مخه تر یوه بریده ونیول شي.

په همدې حال کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشري د اقتصادي کمېسیون ناسته کې د نوري فایبر نویو متقاضیانو ته د جوازونو د ورکړې پرېکړه هم وشوه. اقتصادي معاونیت لیکلي: «اترا ادارې دې متقاضیانو ته د نوري فایبر ملي جوازونه د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د نړیوالې داوطلبۍ له لارې ورکړي. په دې سره به د هېواد ټولو سیمو ته د نوري فایبر شبکه وغځېږي او هېوادوالو ته به په ارزانه بیه او ښه کیفیت انټرنیټي خدمات وړاندې شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دې ناسته کې د اوبو او انرژۍ وزارت ته هم دنده وسپارل شوه چې هېواد کې د برښنا سپما لپاره دې، حل‌لارې ولټوي او د یادو لارو چارو د پلې کولو لپاره دې له مالیې وزارت سره شریکې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام