Asset 1SWN

اسراییلو د څلور یرغمل شویو کسانو د خوشې‌کولو لپاره ۲۱۰ فلسطینیان وژلي

FILE - In this July 29, 2014 file photo, smoke and fire from an Israeli strike rise over Gaza City. Israel launches a pre-emptive assault on an upcoming U.N. report into last year's war in the Gaza Strip, saying it is hopelessly biased and issuing its own report that places the blame for heavy civilian casualties on Gaza’s Hamas militant rulers. The diplomatic offensive sets the stage for what is expected to be a contentious showdown with U.N. officials over allegations that Israel committed war crimes during the 50-day war. (AP Photo/Hatem Moussa, File)

فلسطیني چارواکي وايي چې د غزې تړانګه کې د اسراییلي ځواکونو له‌خوا د څلور یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د عملیاتو پرمهال ۲۱۰ فلسطیني وګړي وژل شوي دي.

دغه څلور کسان د هغو یرغمل شویو له ډلې دي چې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو د حماس ډلې د برید پرمهال یرغمل نیول شوي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په وینا، اسراییلي ځواکونو د غزې په النصیرات کمپ کې د یادو کسانو د خوشې کولو عملیات کړي چې تر ټولو خونړي بلل شوې دي.

الجزیزې خبري شبکې په یوه راپور کې ویلي چې د اسرائیلو پوځ د غزې په تړانګه کې د هوا، ځمکې او سمندر له لارې سخت بریدونه کړي چې له امله یې تر ۲۱۰ ډېر کسان وژل شوي او له جګړې ستړي بې‌ځایه شویو خلکو کې وېره خپره کړې.

د شنبې پر ورځ «جون تمه» د غزې په کلابندو سیمو په تېره بیا د غزې په مرکزي ښار دیر‌البلح او نصیرات، سوېل کې د رفح ښار په لوېدیځ کې پر کورونو او شمال ته د غزې د ښار په ګڼو سیمو باندې لسګونه هوايي بریدونه شوي دي.

غزه کې د روغتیا وزارت ویلي چې د الاقصی شهیدانو روغتون ته لوی شمېر وژل شوي او ټپیان ورلېږدول شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

دغه وزارت ویلي: «په لسګونو ټپيان پر ځمکه پراته دي او طبي ډلې هڅه کوي چې د لومړنيو طبي امکاناتو په مرسته يې وژغوري. د درملو او خوراکي توکو کمښت سره مخ یوو او د تېلو نشتون له امله جنراټور له کار لوېدلی دی.»

بل‌خوا رویټرز خبري اژانس نن یکشنبه، جون نهمه، د اسراییلو د پوځ د یوه ویاند له قوله ویلي چې دغه عملیات د النصیرات په یوې هستوګنیزه سیمه کې شوي، چېرته چې حماس یرغمل شوي، کسان ساتل.

د رویټرز په راپور کې راغلي چې د حماس ډلې د عملیاتو پرمهال پر اسراییلي ځواکونو بریدونه کړي چې اسراییلو یې د هوايي ځواکونو په ملاتړ ځواب ورکړی دی.

د راپور پر بنسټ، اسراییلو پوځ دا منلې چې یادو عملیاتو کې له لږ تر لږه ۱۰۰ فلسطینیان وژل شوي، خو په وینا یې، نه‌پوهېږي چې څومره به یې د حماس ډلې غړې وي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د غزې اوسېدونکو او مرستندویه بنسټونو بیا ویلي چې دې عملیاتو کې ګڼ‌شمېر کسان وژل شوي چې ښځې، ماشومان او نارینه په‌کې شامل دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام