Asset 1SWN

عبدالمنان عمري په روسیه کې جوړې شوې اقتصادي غونډې ته وینا کوي

1019471-162329121

د سن‌پیټرزبورګ ۲۷مه اقتصادي غونډه د چهارشنبې په ورځ په روسیه کې پیل شوې او د راتلونکې اوونۍ تر شنبې ورځې پورې به دوام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ا.ا د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمېع‌الله ابراهیمي سلام‌وطندار ته ویلي چې په دې غونډه کې د دغه وزارت سرپرست عبدالمنان عمري هم ګډون کړی او هغه به بهرنیو پانګوالو ته د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، په افغانستان کې د شته فرصتونو او د پانګونې را جلبولو په اړه وینا وکړي.

روسیه د هغو هېوادونو له ډلې ده چې له ا.ا سره ښې اړیکې لري او په دې وروستیو کې یې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د ا.ا د نوم اېستلو وړاندیز هم د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین ته سپارلی دی.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج‌محمد تلاش وايي، روسیه له ا.ا سره تعامل کوي. هغه زیاتوي: «روسیه غواړي چې له ا.ا سره تعامل ولري او دا چې د افغانستان په ګټه دی، په ډېرېدو دی. موږ باید خپلې پالیسۍ ورسره برابرې کړو او پر یوه ښه سیمه‌ييز ځواک بدل شوو.»

د یادونې ده چې د سن‌پېټرزبورګ په اقتصادي غونډه کې چې له تېرو ٢٧ کلونو راهيسې په روسيه کې جوړېږي، د بېلابېلو خواوو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو مسايلو د پراختيا په اړه هوکړه‌ليکونه لاسليک کېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په دې غونډه کې د امريکا، فرانسې، سويس، ډنمارک، سعودي عربستان او ځينو نورو هېوادونو د لويو شرکتونو استازو هم ګډون کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام