Asset 1SWN

شمالي کوريا له کثافاتو ډک بالونونه سوېلي کوريا ته ورخوشې کړي

FILE PHOTO: A balloon believed to have been sent by North Korea, carrying various objects including what appeared to be trash and excrement, is seen over a rice field at Cheorwon, South Korea, May 29, 2024. Yonhap via REUTERS/File photo

د سوېلي کوریا چارواکي وايي چې خپل ګاونډی شمالي کوریا بېګاه ټوله شپه دغه هېواد ته له کثافاتو ډګ شاوخوا ۶۰۰ بالونونه ورخوشې کړې دي.

 له کثافاتو ډک بالونونه د سوېلي کوریا پلازمېنې سوول په بېلابېلو سیمو کې موندل شوې دي. دغه بالونونه له پلاسټیکونو، کاغذونو او د سکرېټ کارټونو او پاتې شونو ډک سوېلي کوریا ته لېږدول شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

شمالي کوریا له کثافاتو ډک دغه بالونونه سوېلي کوریا ته د «صداقت «اخلاص» ډالۍ» په نوم یاد کړي دي. د سوېلي کوريا د ملي دفاع وزارت سمدلاسه د بالونونو شمېر یا په سوېلي کوریا کې د ښته‌کیدونکو بالونونو په اړه څه ندي ویلي.

د سوېلي کوریا یونهاپ خبري اژانس د نامعلومو نظامي سرچینو په حواله ویلي چې چارواکو د شنبې په شپه شاوخوا ۹۰ بالونونه موندلي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه بالونونه له کاغذ، پلاستیک او د سګرټ له پاتو شونو ډک وو چې د پلازمېنې سیول او نږدې ګیونګي ولایت په سیمو راښکته شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

شمالي کوريا له دې وړاندې هم سوېلي کوريا ته له کثافاتو ډک بالونونه ورخوشې کړي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام