Asset 1SWN

ننګرهار کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه؛ ۲۰کسان مړه او پنځه ژغورل شوي

سیند-کښتۍ

د ننګرهار ولایت مقام پر خپله اېکس‌‌پاڼه لیکلي چې د دغه ولایت مومند درې ولسوالي کې سیند کې د کښتۍ ډوبېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان مړه شوې دي.

ولایت مقام همداراز لیکلي، پېښه نن شنبه، غبرګولې دولسمه سهار شاوخوا اووه نيمې بجې په سيند کې د يوې جنراتوري کښتۍ د ډوبېدو له امله رامنځته شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰کسان مړه شوي شوي او پنځه نور ژغورل شوي دي.

د ننګرهار ولایت مقام د معلوماتو له مخې، تر دې مهال د نهو کسانو جسدونه له اوبو راويستل شوي او د نورو د پيداکولو هڅې روانې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په ورته مهال سیمې ته د عامې روغتیا ریاست روغتیايي ډله رسېدلې، څو پاتې جسدونه پیدا او انتقال یې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام