Asset 1SWN

د افغانستان بانک یو پلاوی مالیزیا ته تللی

GOZ_ohWWwAAiMMR

د افغانستان بانک وايي چې د دغه بانک یو پلاوی د نړیوال اسلامي اقتصادي او مالي فورم په کلني نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره مالیزیا ته تللی دی.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي، ټاکل شوې دغه پلاوی د دوشنبې او سه‌شنبې پر ورځو د اسلامي اقتصادي او مالي فورم په کلني نړیوال کنفرانس کې چې په مالیزیا کې جوړېږي، ګډون وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي چې په دغه غونډه کې به د بېلابېلو هېوادونو د مرکزي بانکونو استازي د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا، د کوچنیو او منځنیو سوداګرۍ د پیاوړتیا او یوشمېر نورو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړي.

نوموړي وویل: «دې کنفرانس ته د بېلابېلو هېوادونو د مرکزي بانکونو او مالي موسسو استازي وربلل شوي او ټاکل شوې چې ګډون کې به د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د کوچنیو تشبثاتو تقویت او د مالي بازارونو د صکوک او ودې په تړاو خبرې وکړي.»

د افغانستان بانک د چارواکو په وینا، د دغې غونډې په څنډه کې به یاد پلاوی د اسلامي بانکدارۍ له نړیوال څېړنیز مرکز، د اسلامي بانکدارۍ او تمویل له نړیوال پوهنتون، او د دغه هېواد له نورو برخو څخه هم لیدنه وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دغه بانک مسوولان ټینګار کوي چې هڅه کوي د اسلامي بانکدارۍ په هدف ټول هیواد کې له سود پرته بانکي سیستم رامنځته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام