Asset 1SWN

غزني کې د ښوونیزو مرکزونو د زده‌کوونکو شمېر ۷۰سلنه کم شوی

۱۲۱۲۱۲۲

غزني کې د یوشمېر خصوصي ښوونیزو مرکزونو مسوولان سلام‌وطندار ته وايي، دغو مرکزونو کې د زده‌کوونکو شمېر له ۵۰ تر ۸۰ سلنې کم شوی دی.

غزني کې د یوه ښوونیز مرکز مسوولان حمیدشاه وايي چې د پخوا په پرتله دغه ولایت کې د زده‌کړو لپاره د زده‌کوونکو انګېزه هم کمه شوې او دې چارې پر نورو زده‌کوونکو هم منفي اغېز کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «د جمهوریت په پرتله مو زده‌کوونکي خورا کم شوي دي. نږدې ۷۰سلنه نجونې زده‌کوونکې مو درلودې، د رامنځته شویو خنډونو او ننګونو له امله مو نږدې ۷۰سلنه زده‌کوونکې له لاسه ورکړي دي. د پخوا په پرتله د زده‌کوونکو انګېزه هم کمه شوې.»

د یوه بل ښوونیز مرکز مسووله اسما دانش هم وویل: «له ۸۰ تر ۹۰سلنه زده‌کوونکي مو کم شوي. لامل یې هم دا دی چې تېرو کلونو کې د هلکانو په پرتله د نجونو شمېر ډېر وو، خو اوس چې نجونې اجازه نه‌لري، شمېر یې ډېر کم شوی دی.»

د غزني یوشمېر خصوصي ښوونیزو مرکزونو کې د زده‌کوونکو کمښت او پر دغو مرکزونو د مالیاتو لګول، دغه مرکزونه له اقتصادي ننګونو سره مخ کړي.

غزني کې د يوه خصوصي ښوونيز مرکز مسوول سيد تيمور د دغه ولايت د پوهنې له رياست غوښتنه کوي چې بېلابېلو وختونو کې د زده‌کوونکو کمېدو او زیاتېدو ته په پام، مالیه ولګوي.

هغه وویل: «له موږ ډېره مالیه اخیستل کېږي، هییتان چې راځي، د ژمي درېوو میاشتو کې راځي، له بده‌مرغه چې غزني کې د ژمي پرمهال زده‌کوونکي ډېر وي او پسرلي او دوبي کې کم او د مستوفیت هییت هم د ژمي د زده‌کوونکو له مخې، سنجش کوي.»

د غزني د پوهنې ریاست مسوولان په تېرو دوو کلونو کې د ښوونیزو مرکزونو د شمېر زیاتوالي ته په اشارې سره وايي چې په دې موده کې یې ۳۰ نوي خصوصي تعلیمي مرکزونه جوړ کړي.

د غزني د پوهنې ریاست د نشراتو مدیر میاګل صدیق سلام‌وطندار ته وویل: «غزني کې شاوخوا ۱۲۶ شخصي کورسونه دي چې د دوی له جملې څخه، په ۱۴۰۱کال کی، نهه کورسونه نوي تاسیس شوي، په ۱۴۰۲ کال کې ۳۰ نوي کورسونه تاسیس شوي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د تېرو کلونو پرمهال د کانکور ازموينه کې د غزني د زده‌کوونکو د ګډون کچه لوړه وه او په بېلابېلو دولتي پوهنځيو ته بريالي کېدل؛ خو په تېرو دوو کلونو کې دغه ولايت کې زده‌کړو ته د ځوانانو د لېوالتيا کچه کمه شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام