Asset 1SWN

غلام‌خان بندر کې په ۲۱میلیونه افغانۍ کمېسارۍ ته ودانۍ جوړه شوه

خوست-غلام‌بندر-ودانۍ

د خوست د غلام‌خان بندر کې د کمېسارۍ لپاره د ۲۱میلیونه افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې‌اخيستنې ته سپارل شوې.

د یاد ولايت مسوولانو «پنج‌شنبه، غويي۲۷» سلام‌وطندار ته وویل چې غلام‌خان بندر کې يې کمېسارۍ لپاره دوه پوړیزه ودانۍ جوړه کړه چې په عصري او مجهز ډول رغول شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خوست مرستيال والي محبوب‌شاه قانت د دغې ودانۍ د پرانېستې پرمهال وويل چې پر يادې ودانۍ ۲۱ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی او د کورنيو چارو وزارت له‌خوا ورکړل شوی دی.

مرستيال والي زیاتوي چې دې ودانۍ کې ۸خونې او نور د اړتيا وړ ځايونه جوړ شوي چې چارې يې په تېر يوه کال کې بشپړې شوې.

هغه زياته کړه: «د دې ودانۍ مالي لګښت د کورنيو چارو وزارت له‌خوا ورکړل شوی پر جوړېدو سره به يې زموږ د هغو هېوادوالو لپاره چې پاکستان ته تګ‌راتګ کوي، ډېرې اسانتياوې رامنځته شي. همدا مسافرو لپاره د سرپناه ځای هم شو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د خوست محلي مسولانو د معلوماتو پر بنسټ، په دې وروستيو کې پر دې لار د سوداګريز توکو پرته د ناروغانو او عامو خلکو تګ‌راتګ بند شوی، خو د خلاصون لپاره يې هېڅ روانې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام