Asset 1SWN

ای‌پي‌‌اېل؛ حیدراباد له ګجرات سره لوبه کوي

29ed8d2e-4614-4865-8ec0-b151debff33f

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن پنج‌شنبه، مې ۱۶مه د دغه لیګ په ۶۶مه سیالي کې د سنرایزرز حیدراباد لوبډله له ګجرات ټایټنز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ۶:۳۰ بجې د هند د حیدراباد په «راجېف ګاندي نړیوال کرېکټ» لوبغالي کې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سنرایزرز حیدراباد لوبډله چې دا مهال د سیالیو جدول په څلورم ځای کې شتون لري، پلې‌اوف ته د وتلو لپاره هڅه کوي چې خپل دریځ پیاوړی کړي.

د یادې لوبډلې دوه لوبې پاتې او په ۱۴ امتیازونو سره د جدول څلورم ځای کې شتون لري. که حیدراباد لوبډله یاده لوبه په ښه رنز‌رېټ وګټي، پلې‌اوف ته به لاره پیدا کړي.

د سنرایزرز حیدراباد پاتې دواړه لوبې، د یادې لوبډلې په کورني لوبغالي کې دي. ګجرات بیا د ای‌پي‌اېل له سږني پړاو بهر شوی دی. دې لوبډلې له کړیو ۱۳ لوبو یوازې پنځه لوبې وګټلې او اووه یې وبایللې.

له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو څلور لوبو کې درې ځلې ګجرات او یو وار حیدراباد بریاوې خپلې کړې دي. د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي، راشدخان، نور احمد او عظمت‌الله عمرزي هم روان لیګ د ګجرات لپاره لوبې وکړې.

سنرایزرز حیداباد لوبډله کې بیا بل افغان لوبغاړی فضل‌الحق فاروقي هم لوبېږي، خو تراوسه یې روان لیګ کې د خپلې لوبډلې لپاره لوبه نه‌ده کړې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادو سیالیو په بېګانۍ لوبه کې پنجاب کنګز لوبډلې راجستان رویالز ته ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام