د هېواد په غور، غزني، پنجشېر او بلخ ولایتونو کې مطالعې او کتاب لوستلو ته د ځوانانو د هڅونې په موخه د کتاب اوونۍ او مطالعې په نوم د «کتابونو نندارتونه» جوړ شول.
د یادو ولایتونو محلي مسوولان وايي، دغه نندارتونونه چې پهکې زرګونه ټوکه بېلابېل کتابونه نندارې ته کېښودل شوي، نن سهشنبه، غويي ۲۵مه جوړ او دوه ورځې به دوام وکړي. بلخ کې بیا د کتابونو نندارتون د یوې اوونۍ لپاره جوړ شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالحی زعیم وویل: «د غور د عامه کتابتون او کتابپلورونکو په همکارۍ نن د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لهخوا لوی نندارتون جوړ شو، ټول هغه مهم کتابونه چې په غور کې وو، دیني کتابونه او د عصري علومو کتابونه په دغه نندارتون کې موجود دي او زموږ ټول هېوادوال کولای شي دا وکاروي.»
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملکزاده وویل: «مطالعې ته د ځوانانو هڅونې او همداراز د کتاب اوونۍ په مناسبت ستر نندارتون مو جوړ کړی چې چې زرګونه ټوګه کتابونه پهکې نندارې کېښودل شوي چې دوه ورځې به دوام وکړي.»
له دې سره، غور، غزني او پنجشېر ولایتونو کې د کتاب نندارتونونو یوشمېر ګډونوال او د کتابتونونو مسوولان وايي، کومه ټولنه کې چې کتاب لوستل او مطالعه کېږي، مثبت فرهنګي، علمي او ټولنیز بدلونونه په کې رامنځته کېږي.
غور کې د طیبه کتابتون مسوول شمسالحق موحد وویل: «هره ټولنه چې څومره کتابونو او مطالعې ته مخه کوي، وده کوي، له همدې امله موږ نندارتونونه جوړوو، څو د ټولنې خلک مطالعې ته وهڅوي او دا زموږ د ټولنې د سوکالۍ او ودې لامل کېږي.»
د غور اوسېدونکي حاجي محمداحمدي وویل: «د ګډونکوونکي په توګه موږ له داسې پروګرامونو هرکلی کوو او انشالله چې دا فرهنګ دې بنسټیی شي، څو نوی نسل مو کتاب لوستلو ته مخه وکړي او دا یوازینۍ لاره ده چې موږ پرمختګ او ودې پر لور بیايي.»
له دې سره، بلخ ولایت کې هم د مطالعې فرهنګ بنسټیزه کولو په موخه د کتاب او قرانکریم ۷ ورځنی نندارتون جوړ شوی دی.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر عطامحمد ساهو وویل: «موږ هڅه کوو چې د کتاب لوستلو فرهنګ د خلکو ترمنځ عام وکړو، ځکه چې مطالعه د پرمختګ او ترقي لار ده.»
د غور، غزني، او پنجشېر محلي مسوولان زیاتوي چې دغو ولایتونو کې د کتاب نندارتونونو کې د فرهنګ، ادبیاتو، تاریخ، اقتصاد، ټولنې، دین او سیاست په برخه کې بېلابېل کتابونه نندارې ته کېښودل شوي دي.