د استرالیا د پوځ پخوانی وکیل ډېوېډ مکبراېډ په افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو د جنګي جرمونو په تړاو د معلوماتو د افشاکولو په تور په پنځه کاله او اته میاشتې بند محکوم شوی دی.
د ډېوېډ مکبراېډ ملاتړو له اوږدې مودې راهیسې اندېښنه درلوده چې د اسټرالیا حکومت د دې پرځای چې پر جنايي جرمونو تورن سرتیري محکمه کړي، نوموړي ته د سزا ورکولو لېوالتیا لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نړیوال عدالت لپاره د اسټرالیا مرکز اجرايي رییس راوان عراف د یاد هېواد د حکومت دغه پرېکړه «خندونکې» بللې.
نوموړي په یوه بیان کې ویلي: دا ډېره خندونکې ده چې افغانستان کې د اسټرالیا د جنګي جرمونو افشاکوونکی بندي کېږي، نه هغه څوک چې جرم یې کړی دی.»
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، مکبراېډ به د ۲۰۲۶کال د اګست تر ۱۳مې په زندان کې وي، څو له هغه وروسته د مشروطې ازادي حق ترلاسه کړي.
هغه نن سهشنبه، سهار د اسټرالیا کنبیرا کې د یاد هېواد سترې محکمې ته ورغی چې ملاتړ کوونکي یې هم ورغلي وو.
دغه پخوانی پوځي وکیل له اوو کلونو وروسته له هغې پر بند محکومېږي چې د اسټرالیا اېبيسي خبري شبکې د افغان قضیو په نوم د اوو مقالو یوه ټولګه خپره کړې چې د مکبراېډ له لوري چمتو شوې وه.
له هغه وروسته بیا د مکبراېډ خپورو شویو مقالو په اړه څېړنې وشوې او د اسټرالیا حکومت هم افغانستان کې د دغه هېواد د پوځیانو جنګي جنایتونه تایید او یو سرتېری یې پهکې ګرم وباله، خو د نوموړي محکمه د روان میلادي کاله پورې ځنډول شوې.