Asset 1SWN

پکتیا کې په ۳۷۵زره ډالرو د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې

IMG_1255

د پکتیا مرکز ګردېز ښار اړوند د کډوالو د «رباط ښارګوټي» کې د کډوالو عالي کمېشنري په مالي لګښت په ۳۷۵زره امریکايي ډالرو د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.

د دغه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارو پیل په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست او یو‌شمېر نورو چارواکو هم ګډون کړی وو. د یاد روغتون د جوړېدو چارې پرون پنج‌شنبه، غويي ۱۳مه پیل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست خليل‌الرحمن حقاني دې مراسمو ته وویل چې د هېواد په کچه به په ټولو هغو ښارګوټو کې چې کډوال په‌کې مېشت دي، د سرپناه، روغتيا، زده‌کړو او نورې اسانتياوې برابرې کړي.
د نوموړي په وینا، د هېواد په کچه د کډوالو مېشتېدو او د اسانتیاوو د برابرېدو برخه کې ارزونه وکړي او لومړی به یې د سرپناه جوړېدو او وېش غم وخوړل شي.
نوموړي وويل: «د کډوالو وزارت ټول هېواد کې د کډوالو په ښارګوټو کې د ټولو ستونزو ارزونه کړې، په ځينو کمپونو کې د اسانتياوو برابرېدو کارونه پيل شوي، هغه که زده‌کړو برخه کې دي، که د روغتيا، سرپناه، اوبو او سرکونو دي او په پاتې کې هم تصميم لرو چې کارونه پيل کړو.»
د پکتيا د عامې روغتيا رییس خيرمحمد منصور هم دې غونډه کې وويل چې ګردېز کې د کډوالو د «رباط ښارګوټي» کې يې د کډوالو عالي کمېشنري «يو‌اين‌ايچ‌سي‌ار» په مالي لګښت په ۳۷۵زره امريکايي ډالرو د یوه روغتيايي مرکز د جوړېدو چارې پيل کړې چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې به بشپړې شي.
نوموړي وويل د ياد روغتيايي مرکز په جوړېدو سره به د دې کمپ او ورڅېرمه سیمو اوسېدونکو روغتيايي ستونزې تر یوه برید حل شي.
د رباط کډوالو کمپ یوشمېر اوسېدونکو د ياد روغتيايي مرکز پر جوړېدو خوښي وښوده او له مسوولانو يې غوښتنه وکړه چې نورې اسانتياوې هم ورته برابرې کړي.

د دې کمپ یوه اوسېدونکي نصيرجان وويل چې په کمپ کې روغتيايي مرکز نشتون له ستونزو سره مخ کړي و او په وینا یې، د څښاک پاکو اوبو او برښنا نشتون او له ښار سره نښلېدونکي سړک خرابوالي هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست همداراز خپلو خبرو کې ټينګار وکړ، له هغو هېوادونو سره چې افغان کډوال په‌کې مېشت دي، پرله‌پسې ناستې کړي، څو په خپلو هېوادونو کې له مېشت افغان کډوالو سره نرم چلند وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام