دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر یوې مرکه کې ټینګار کړی چې که څه هم امریکا د سرپرست حکومت په رسمیت نه‌پیژندنې تګ‌لاره څاري، خو په وینا یې، هېواد یې لا هم له سرپرست حکومت سره د تعامل هڅه کوي.

له دې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وېدانت پټېل په یوه خبري غونډه کې ویلي، د خپلو ملي ګټو د ساتنې په موخه له سرپرست حکومت سره تعامل کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه ټینګار کړی چې د سرپرست حکومت په زندانونو کې د امریکايي وګړو د خلاصون هڅې، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د سرپرست حکومت د ژمنو څارنه او د بشري حقونو تامین نور هغه څه دي چې امریکا دې ته اړ کوي، د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل وکړي.

سرپرست حکومت هم د امریکايي چارواکو دغو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له امریکا سره د تعامل غوښتونکي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې اړه سلام وطندار ته وویل: «اسلامي امارت لا له وړاندې پر دې باور دی چې د ډېپلوماسۍ او تعامل له لارې کولای شو، ستونزو ته د حل لار پیدا کړو، که امریکا وغواړي چې اسلامي امارت سره تعامل وکړي، امارت هم ورته اماده دی.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مرستیال جانبس د افغانستان پر وضعیت د خبرو لپاره دوحې او اسلام‌اباد ته سفر کړی.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې په خپل کلني راپور کې ټینګار کړی چې امریکا تراوسه د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو تصمیم نه‌لري.

د نړیوالو اړیکو کارپوه محمدباقر محسني د افغانستان په اړه د امریکا د دې تګلارې په تړاو سلام‌وطندار ته وویل: «امریکا د افغانستان پروړاندې خپلو سیاسي او امنیتي ګټو په لټه کې ده. سیمه کې ترینګلتیاوو ته په پام او افغانستان کې د امریکا شل کلن شتون او لوړ لګښتونه امریکا دې ته اړ کوي چې افغانستان سره تعامل وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

سرپرست حکومت له بياځلې واکمنېدو وروسته، امريکا او يوشمېر نورو هېوادونو له افغانستان سره خپلې ټولې ډيپلوماټيکې اړيکې پرې کړې؛ خو بیا هم دغو هېوادونو له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *