د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل سیالیو په لړ کې نن د چینای سوپر کنګز لوبډله له لکناو سوپر جاینټز سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ۶:۳۰ بجې د هند د چینای په «اماې چېډمبارام کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
چینای سوپر کنګز لوبډلې تر دې مهاله په یاد لیګ کې اووه لوبې کړي چې څلور یې ګټلي او درې یې بایللې دي. دغه لوبډله د سیالیو په جدول کې څلورم ځای لري.
چینای لوبډلې په روان لیګ کې د لکناو سوپر جاینټز په کوربهتوب یوه لوبه کړې چې د لکناو لوبډلې ترې ګټلې. له هغه وړاندې په شویو وروستیو درېوو لوبو کې یو ځل لکناو یو ځل چینای لوبه ګټلې او سیالي یې بېپایلې پای ته رسېدلې.
لکناو سوپر جاینټز لوبډله چې دا مهال په څلور بریاوو او درې ماتو له چینای وروسته د جدول پنځم ځای کې شتون لري، خپله وروستۍ لوبه ګټلې او کېدونکې لوبه کې د چینای لوبډلې مېلمه دی.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی نوینالحق هم له لکناو سوپر جاینټز لوبډلې سره لوبه کوي.
د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه راجستان رویالز لوبډلې ممبی انډیینز لوبډلې ته په خپل کور کې په نهو وېکټو ماته ورکړه.