Asset 1SWN

خوست کې په څه‌باندې ۱۶میلیونه افغانیو د اوبو کانال او سربند جوړ شول

خوست

د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو یو کانال او سربند جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د خوست د «شمل‌خرم» سينديزې فرعي حوزې رييس عبدالقيوم ثابت سلام‌وطندار ته وايي چې د ياد ولايت د صبریو ولسوالي د سوري پاڼ کانال او سربند چارې بشپړې او تېره ورځ ګټې‌اخيستنې ته وسپارل شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ثابت په وینا، ياد سربند او کانال ۱۴۰۰ متره اوږدوالی لري چې ۱۶ میلیونه او سل زره افغانی لګښت پرې راغلی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د یادې پروژې مالي لګښت د سويس د مرستو پرمختيايي ادارې له لوري ورکړل شوی او تخنيکي او د رغونې چارې يې د اړیکو دفتر (TLO) په مرسته مخته وړل شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ياده پروژه د اتو میاشتو په موده کې پلې شوې چې په‌کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم په‌کې برابره شوې وه او ۶۸۸ هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام