د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي چې نږدې راتلونکې کې به د ترکمنستان په همکاري هېواد کې د ټاپي پروژې عملي چارې پیل کړي.
د یاد وزارت مسوولان دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د امیرخان متقي په مشري یو پلاوی چې د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي هم پهکې ګډون لري، د ترکمنستان په بلنه دغه هېواد ته تللي او هلته یې له چارواکو سره د ټاپي پروژې په اړه خبرې کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان سلاموطندار ته وايي چې ترکمنستان ته تللي افغان پلاوي، د ځینو هوکړو ترڅنګ، د ټاپي پروژې د چارو پر پیل هم خبرې کړې دي.
نوموړي وویل: «د نورو موضوعاتو ترڅنګ، ټاپي پروژه هم د یاد سفر له مهمو موضوعاتو وه چې ګټورې خبرې یې په اړه شوي او نږدې راتلونکې کې به موږ په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل شاهدان واوسوو.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي هم د ترکمنستان سفر له لاستهراوړنو ډک بولي او وايي، له ترکمنستاني لوري سره په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د ټاپي پروژې پیل په اړه خبرې او هوکړې شوې دي.
هغه وویل: «مهمې خبرې مو چې لرلې، هغه د ټاپي پروژې پیل په اړه وې، افغانستان ته یې د برښنا لېږد، ډېر شي، د اوسپنې پټلۍ او د سوداګرۍ موضوع په اړه هم مهم بحث وشو. ټولو برخو کې د باور کچه لوړه شوې او دواړه هېوادونه غواړي، سیمه کې مهمه ونډه ولري، ټولو برخو کې ښې هوکړې وشوې چې انشاالله ښې پایلې به ولري.»
د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې خبرپاڼه کې چې پر اېکسپاڼه یې خپره کړې، ویلي چې متقي د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پیل په اړه د چمتووالي ډاډ ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف له قوله ویل شوي: «ترکمنستان د ټاپي پروژې پیل په اړه کافي کار کړی او د دواړو هېوادونو ګډ ټیمونه به هڅه وکړي. ټاپي ترکمنستان لپاره لویه پروژه او ستراتیژیک اهمیت لري.»
د اقتصادي چارو کارپوه نصیر رښتیا وايي چې افغانستان کې د ټاپي پروژې پیل به وکولای شي، د پام وړ اقتصادي وده ولري.
هغه وویل: «په هره کچه چې خپل تعاملات او اړیکې پراخې کړو، کولای شي، افغانستان سره مرسته وکړي. که وکولای شو، ټاپي پروژه پلې کړو، میلیونونه ډالر به افغانستان ته ګټه ولري، د کار زمینه به لوړه شي. بلخوا د دې پروژې پر پليکېدو به افغانستان کې د پانګونې باور زیات کړي.»

امیرخان متقي او ورسره مل پلاوي یې یکشنبه، کب شپږمه، د ترکمنستان په بلنه، دغه هېواد ته سفر وکړ چې د یاد هېواد د وزیرانو شورا، بهرنیو چارو وزیر او یوشمېر نورو چارواکو سره یې لیده کاته درلودل.
په دې سفر کې د دواړو لوریو ترمنځ د لاجورد لارې پراختیا په اړه هم خبرې شوي چې ټاکل شوې نږدې راتلونکې کې د پنځو هېوادونو د استازیو ترمنځ په دې اړه عشقاباد کې یوه ناسته هم جوړه شي.