Asset 1SWN

لوګر کې ۱۲۶۰نالوستو کسانو ته د سواد زده‌کړې پروګرام پيلېږي

=========================

 د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د یونېسکو په مالي ملاتړ د نوي ۱۴۰۳ ښوونیز کال په پیل کې څه باندې ۱۲سوه نالوستو کسانو ته د سواد زده‌کړې پروګرام پيلوي.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار  ته وویل چې د سواد زده‌کړې دغه پروګرام په مرکز پل‌علم او ټولو ولسوالیو کې پیلېږي چې ۹میاشتې به دوام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عرب زیاته کړه،  د سواد زده‌کړې دغه پروګرام د یونېسکو په مالي ملاتړ یوه میاشت وروسته پيلېږي او ۱۲۶۰ نالوستو مېرمنو او نارینو ته به په ۸۴ ټولګیو کې زده‌کړې پیل شي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې سواد زده‌کړې ته د نالوستو کسانو لېوالتیا زیاته شوې او هڅه کوي چې د پوهنې وزارت او ورته نړیوالو بنسټونو په همکاري لسګونه د سواد زده‌کړې نور ټولګي هم پرانېزي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هېره دې نه وي چې تېر کال هم یونېسکو پوهنې وزارت سره په همغږۍ په مرکز پل علم او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۴ سوه نارینه او ښځینو ته د سواد زده کړې ۹ میاشتنی پروګرام پیل کړی وو چې تېره میاشت پای ته ورسېده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام