Asset 1SWN

د روزګان پخوانی والي: یونیم کال ماموریت کې مې ۴۰کانونه تثبیت کړل

۹حخع۹ل

د روزګان پخوانی والي محمدعلي جان احمد وايي چې دغه ولایت کې یې د یونیم کال ماموریت پر مهال ۴۰ کانونه تثبیت کړي دي.

محمدعلي جان احمد تازه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو، اقوامو او قبایلو د هماهنګۍ مرستیال توګه ټاکل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي روزګان کې د یوې غونډې پر مهال خبرو کې وویل چې د والي په توګه یې، دغه ولایت کې،۴۰ کانونه تثبیت کړي چې د یوولسو هغو یې د استخراج په موخه قراردادونه لاسلیک کړي چې د پنځو کانونو د استخراج چارې روانې دي.

د نوموړي په وینا، د سوداګرو لپاره د اسانتیاو رامنځته کولو په موخه یې د صنعت او سوداګرۍ ریاست پرانېستلی او ترڅنګ یې د سوداګرو لپاره ۷۰۰۰ جریبه ځمکه هم د صنعتي پارک لپاره ټاکلې ده.

هغه دې غونډه کې وویل چې د ماموریت پر مهال یې د روزګان ټولو ولسوالیو کې د اوبو د اووه چیک‌ډېمونو د جوړېدو چارې پیل کړي او ترڅنګ یې د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو، ځمکو د تثبیت کمېسیون له لوري ۹زره او ۶۶۶ جریبه ځمکه غصب څخه خلاصه کړې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه زیاته کړه چې د ماموریت پر مهال یې روزګان کې د بهرنیو اسعارو د کارونې مخه نیولې او سل سلنه یې افغانۍ دود کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام