Asset 1SWN

سلام وطندار

کندهار کې د روږدو یو خصوصي روغتون د روغو کسانو ساتلو له امله تړل شوی

روغتون

د کندهار په سپین‌بولدک ولسوالي کې د روږدو کسانو د درملنې یو خصوصي روغتون د روغو کسانو د ساتلو په تور او ډاکټرانو نشتون له امله تړل شوی دی.

د کندهار د امنیې قومنداني ویاند اسدالله جمشید سلام‌وطندار ته ویلي چې د «ملازینو» په نوم د روږدو کسانو د درملنې خصوصي روغتون د طبي وسایلو نشتون، ناروغانو ته د لازمو خدمتونو نه رسولو او یو‌شمېر نورو سرغړونو له امله تړل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، ياد روغتون کې د روږدو کسانو هېڅ ډول درملنې شتون نه‌درلود او ترڅنګ یې د فعالیت جواز یې هم نه‌وو اخیستی او تړل شوی. «چارې د غیرمسلکي کسانو له لوري  اداره  کېدې، دغه روغتون کې ډاکټران، نرسان، روان شناسان ، لابراتور او درملو هم شتون نه درلود.»

په ورته مهال دغه روغتون چې چاپېریال یې ناسم بلل شوی، د رواني ناروغانو ترڅنګ هغه کسان هم په‌کې ساتل کېدل چې په کور کې به یې شخړې او یا هم بد‌خويي کوله.

د کندهار د امنیې قومنداني اړوند د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر عبدالغفور حلیم بیا سلام‌وطندار ته وايي چې یاد روغتون له څېړنو ورسته  د یوه ځانګړي مکتوب پر بنسټ تړل شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه روغتون چې له خلکو به یې ډېرې پیسې هم اخیستلې، چارواکو دا نه‌دي ویلي، د یاد روغتون مسوولان او کارکوونکي یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي او که نه؟

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام