Asset 1SWN

د بشرحقونو څار بنسټ: د مرستو کمښت د میلیونونه افغانانو روغتیا ګواښ سره مخ کړې

202402asia_afghanistan_hospital_mother

د لوګر اوسېدونکی ناصر چې خپل کوچنی ماشوم یې کابل ته د درملنې لپاره راوستی، وايي، لوګر کې د غوره روغتیايي خدمتونو نشتون خلک اړ کړي چې خپل ناروغان د کابل په ګډون نورو ولایتونو ته ولېږدوي.

د نوموړي په وینا، لوګر کې ډاکټرانو ورته ویلي چې ماشوم یې پر سینه‌بغل اخته دی، خو کابل کې ډاکټرانو معلومه کړه چې زوی یې د زړه سوري ناروغي لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وویل: «ماشوم مې د سینه‌بغل ناروغۍ درملنه لپاره راوړی و او اوس ډاکټران وايي چې ماشوم دې د زړه سوري پر ناروغي اخته دی.»

د خوست اوسېدونکی سیدلطیف چې ده هم خپل ماشوم د درملنې لپاره د کابل اندراګاندي روغتون ته د درملنې راوړی او اوس هلته بستر دی، له عامې روغتیا وزارت غواړي چې ولایتونو کې غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

هغه وویل: «له دولت مې غوښتنه دا ده چې هر ولایت کې روغتون جوړ کړي، څو خلک له یوه ولایت بل ته مراجعه ونه‌کړي او درملنه یې په هماغه ولایت کې وشي.»

د بشرحقونو څار بنسټ د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ یوه تازه راپور کې ویلي چې د مرستو کمښت او پر ښځو د محدودیت له امله افغانستان کې د میلیونونه وګړو ژوند له ګواښ سره مخ شوی دی.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې د یادې چارې له کبله د افغانستان د وګړو پراخه کچه پر خوارځواکۍ او نورو ناروغیو اخته شوې.

د بشرحقونو څار بنسټ کې افغان څېړونکې فرشته عباسي په دې راپور کې ویلي: «افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري پر ښځو محدودیتونه او د بهرنیو مرستو له لاسه ورکول لامل شوي چې افغانان له خوارځواکي او نورو ناروغیو سره مخ شي.»

هڅه مو وکړه چې دې راپور کې د عامې روغتیا وزارت مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو بریالي نه‌شو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت له دې وړاندې ویلي و چې روان کال څه باندې درې میلیونه افغان ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام