د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د تېرې یوې اوونۍ پر مهال یې پلازمېنه کابل ښار کې ۱۰۲ د مړینې او ۴۰۷۷ د زېږون کارټونه وېشلې دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن سهشنبه د سلواغې ۱۷مه پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې دغه کارټونه یې د یوې اوونۍ په اوږدو کې نویو زېږېدو ماشومانو ته ورکړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دې ادارې همداراز لیکلي: « تېره اونۍ ۸۷۳ هېوادوالو ته د نويو او مثنی کاغذي تذکرې د ورکړې او لغوه کولو، ۱۵۱۶ نورو کسانو ته د کاغذي تذکرې د تاييد خدمتونه او ۲۷۸ هېوادوالو ته په غيرحضوري توګه د کاغذي تذکرې د ورکړې خدمتونه وړاندې کړي.»
یادې ادارې تېره یوه اوونۍ کې ۱۵۸۰ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د سمون «اصلاح» خدمتونه وړاندې کړي او همداراز یې ۱۰۲ کسانو ته بیا د مړینې پاڼې «پارچې» هم ورکړل شوې دي.
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست په حضوري او غيرحضوري بڼه د کاغذي پېژندپاڼو د وېش، د مړينو او زېږېدنو د ثبت، د هېواد د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګراتګ او ثبتولو اړوند خدمتونو مسوولیت پر غاړه لري.