د بدخشان محلي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د واورې ښوویېدو «برفکوچ» له امله درې کسان مړه شوې دي.
د یاد ولایت د امنیې قومنداني مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کسان نن یکشنبه «سلواغې ۱۵مه» مړه شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه د یاد ولایت د شهربزرګ ولسوالي په «سنګخواه» کلي کې رامنځته شوې.
یاد کسان د یوه خپلوان له جنازې بېرته د کور پر لور روان وو چې دې سیمه کې پرې واوره ښوویېدلې او مړه شوې دي. خبرپاڼه کاږي چې د دغو کسانو جسدونه د سیمو خلکو له لوري له واورو رااېستل شوې دي.
دغه پېښه داسې مهال کېږي چې هر کال د ژمي موسم کې د اورښتونو او له امله یې د واورو ښوویېدو «برفکوچونه» د خلکو ژوند اخلي.
افغانستان کې که څه هم سږکال واوره په ځنډ وورېده او خلک ورته خوښ دي، خو په ډېری ولایتونو کې لارې تړلي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړې دي.
له تېرو نږدې درېوو ورځو راهیسې په نږدې ټولو ولایتونو کې درنې واورې شوي چې د سالنګ لویې لارې په ګډون یې د بامیان، دایکندي او ځینو نورو ولایتونو غځېدلې لارې هم بندې کړې دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
که څه هم د سالنګ په ګډون نن یکشنبه سلواغې ۱۵مه ځینې لارې بېرته پرانېستل شوي، خو د نورو لارو د بېرته پرانېستلو هڅې روانې دي.