Asset 1SWN

سلام وطندار

تراوسه څه باندې ۱۲میلیونه افغانانو ته برښنايي پېژندپاڼې ورکړل شوي

۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولان وايي چې هېواد کې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له پیله تر دې مهاله یې ۱۲ میلیونه او څه باندې ۲۸۸زره کسانو ته یې برښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.

دې ادارې نن «یکشنبه، سلواغې اتمه» پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د وېشل شویو برښنايي پېژندپاڼو له ډلې یې اووه میلیونه او ۱۰۸زره نارینه‌وو او پنځه میلیونه او ۱۸۰زره یې ښځینو ته ورکړل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د سرپرست حکومت د واکمنېدو راهیسې بیا ټول هېواد کې شپږ میلیونه او نږدې ۲۰۰زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

دې ادارې پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «د ولایتونو ترمنځ تر ټولو ډېرې، په کابل کې ۵ میلیونه او ۵۶۷زره او ۵۲۴، په هرات کې څه‌باندې ۷۹۶زره، ننګرهار کې ۶۴۵زره او ۶۳۵، بلخ کې څه ‌باندې ۵۰۸زره او په کندهار کې ۳۴۳زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دې ادارې همداراز زیاته کړې چې دا مهال په ټول هېواد کې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش ۷۵ څانګې او ګرځنده ټیمونه فعال دي چې هره ورځ د پېژندپاڼو اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام