د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولان وايي چې د اریانا افغان هوايي شرکت د خوست هوايي ډګر ته خپلې الوتنې پیل کړې.
یاد شرکت خپله لومړۍ الوتنې جمعه «سلواغې شپږمه» د متحدهعربي اماراتو له العین څخه کابل او له هغه ځایه د خوست ملکي هوايي ډګر ته کړې چې ورسره یې د الوتنو د پیل لړۍ هم پیل شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وياند امامالدين احمدي سلاموطندار ته وويل چې له دې وروسته به د اريانا افغان هوايي شرکت هره «جمعه او دوشنبه» له خوست څخه د متحدهعربي اماراتو العين ښار ته الوتنې ولري.
هغه وويل: «نن ورځ لومړنی پرواز د اريانا افغان هوايي شرکت لهخوا له کابل څخه خوست ته ترسره شو او انشاالله له دې وروسته به د جمعې او دوشنبې وځې له خوست څخه مستقيما متحدهعربي اماراتو العين ښار ته ترسره کېږي.»
د احمدي په وینا، د خوست نړيوال هوايي ډګر کې ټول اړینې اسانتیاوې برابر شوي او دغه الوتنې به په دوامداره توګه روانې وي.
د خوست اوسېدونکي او یوشمېر مسافر د دغه ولایت له هوايي ډګره، عربيمتحده اماراتو ته د الوتنو له پیل خوښي څرګندوي او په وینا یې، د الوتنو دغه لړۍ دې دومداره شي.
د تېر جهموري نظام پر مهال د خوست ملکي نړيوال هوايي ډګر څخه متحدهعربي اماراتو ته الوتنې پيل شوې وې، خو د نامعلومو لاملونو له امله بېرته بندې شوې.