د میدانوردګ محلي مسوولان وايي چې د خوړو نړیوال پروګرام/WFP له لوري د دغه ولایت په مرکزي بهسودو ولسوالي کې پر شاوخوا اته سوه بېوزله کورنیو خوراکي توکي وېشل شوې دي.
د یاد ولایت د کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست له لوري سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو خوراکي توکو کې (۱۵۰) کیلو اوړه، ( ۱۳،۶۵ ) کیلو غوړي، ( ۱۸،۷۵ ) کیلو دال نخود، ( ۹ ) کیلو د ماشومانو د خوار ځواکۍ خواړه او (۴،۵) کیلو سوپر سریال شامل دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه زیاتوي، د میدانوردګ د کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست هڅه کوي چې ورته مرستې ددغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم پر بېوزله او اړو کورنیو ووېشي.
د میدانوردګ اړې کورنۍ هم خوښې دي چې د خوړو نړیوال پروګرام/WFP له لوري پر بېوزله او اړو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوي، خو ټینګار کوي چې یادې مرستې دې په دوامداره توګه په بېوزله او اړو کورنیو ووېشل شي.