د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایی، د هېواد ملي موزیم څخه یوشمېر لرغون پوهان راغلي او دغلته یې د پخوانیو لرغونو اثارو د ترمیم چارې پيل کړي دي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېعالله صمیم سلاموطندار ته وویل، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوشمېر لرغونپوهانو ته دنده سپارلې، څو د یاد ولایت محلي موزیم لسګونه قلمه ویجاړ شوي لرغونې اثار ترمیم او ثبت کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
صمیم زیاته کړه، تراوسه د ملي موزیم مسلکي لرغونپوهانو له ۲۰زیاتو لرغونو اثارو د ترمیم چارې پيل کړي او په پام کې ده چې دغه لرغونې اثار چې شمېر یې لسګونه قلمو ته رسېږي، ترمیم کړي.
بلخوا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د موزیم مدیر محمدامین ناصري سلام وطندار ته وویل، د لوګر په محلي موزیم کې ۵۰ قلمه لرغوني اثار او ۸۰قلمه لاسي صنایع نندارې ته اېښودل شوي دي.
هغه وویل: «د دغه ولایت له محلي موزیم څخه هره ورځ شاوخوا ۲۰ کسان لیدنه کوي او له هیوادوالو مو هېله دا ده چې د لوګر محلي موزیم بډایه کېدو برخه کې همکاري وکړي.»
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي موزیم مدیر محمدسالم رحماني وویل، « د لوګر سیمه ئیز موزیم کې د مختلفو دورو (کوشاني، دویم میلادي پیړۍ، اسلامي، اتنو ګرافي او د معاصرې دورې تاریخي اثار موجود دي، چې یاد اثارو کې سفالي (ټیکر)، سنګي( تیږې) او فلزي اثارو شتون لري، چې اکثره يې تر پاک کارۍ او ترمیم لاندې دي.»
د یادولو وړ ده چې د افغانستان اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په محمداغې ولسوالي کې پر ۴۰جریبه ځمکه کې د عینکو کان لرغونو اثارو خوندي ساتلو لپاره موزیم جوړوي چې کارونه یې ۴۰ سلنه بشپړ شوې او پاتې کارونه به یې په راتلوونکې کال کې بشپړ شي.