Asset 1SWN

سلام وطندار

د هلمند کجکي ولسوالي کې په ۷۵۰۰۰۰ ډالرو یو خصوصي روغتون جوړ شو

۷۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د یاد ولایت کجکي ولسوالي کې د ۷۵۰۰۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت یو روغتون جوړ او ګټې‌‌اخیستنې ته وسپارل شو.

د کجکي ولسوالي په ګندُم رېز سیمه کې د «عمري‌الشفا معالجوي» په نوم دغه روغتون د یوه ملي سوداګر له‌خوا جوړ شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یاد روغتون د پرانېستې په اړه جوړو شویو مراسمو کې د کجکي ولسوالي مرستیال حاجي سېلاب دغه روغتون د کجکي ولسوالي او شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدماتونو وړاندې کولو لپاره خورا مهم وباله.

هغه وویل: «موږ د یاد روغتون پر پرانېستلو سره زیات خوشحاله یو او دا روغتون د کجکي ولسوالي او شاوخوا ولسونو د تداوۍ لپاره زیات مهم دی. د افغانستان ا.ا د دې او دې ته ورته د نورو پرمختیايي کارونو پوره ملاتړ کوي او هرې ستونزې ته به یې پر وخت رسېدنه کوي.»

د کجکي ولسوالي اوسېدونکو هم د دې روغتون پر جوړېدو خوښ دي او وايي چې تر دې وړاندې یې پر پرمختللو روغتیايي توکو سمبال داسې روغتون نه‌درلود او په وینا یې، یاد روغتون به د دې ولسوالي د اوسېدونکو روغتیايي ستونزو ته تر ډېره رسېدنه وکړي.

د کجکي ولسوالي اوسېدونکي محمدامین سلام‌وطندار ته وویل: «موږ د  دې روغتون په جوړولو خوشحالي یوو، موږ تر دې وړاندې داسې پرمختللی روغتون نه درلودۍ.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کجکي ولسوالي اوسېدونکو همداراز له مسوولانو او د یاد روغتون له چارواکو غوښتنه وکړه چې یاد روغتون کې لا نورې اسانتیاوې برابرې کړي، څو د یادې ولسوالي اوسېدونکي روغتیايي اړتیاوو ته رسېدنه وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام