بدخشان کې روغتیايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې روان کال «۱۴۰۲» د سپیو داړلو ۲۰۰ پېښې ثبت شوي چې له امله یې پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بدخشان کې د روغتیا نړیوال سازمان د سرویلانس مسوول صابر خاشي وايي چې یادې پېښې د روان کال پر مهال ثبت شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د بدخشان ښاروالي او روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د یاد ولایت مرکز فیضاباد ښار کې یې د کوڅه ډبو سپیو د راټولولو په موخه درې ورځنی کمپاین ترسره کړی دی.
د دوی په وینا، دغه کمپاین یې د یاد ولایت د اوسېدونکو د خوندیتوب په موخه کړی دی.
د بدخشان ښاروالي د سرسبزۍ او تنظیف مدیر نثاراحمد احمدي وايي چې د فیضاباد په نهمه ناحیه کې یې د خلکو له پرلهپسې شکایتونو وروسته یې د سپیو د راټولولو دغه درې ورځنی کمپاین په لاره اچولی و.
د نوموړي په وینا، دې کمپاین کې یې ۲۴۷ کوڅه ډبه سپي ټول او لهمنځه وړي چې د اوومې ناحیې اړوند رېزګان کوتل سیمه کې یې خښ کړې دي.
د بدخشان د روغتیايي چارواکو په وینا، هغه کس چې د سپي لهخوا داړل کېږي، باید روغتون ته مراجعه وکړي او واکسین ترلاسه کړي، ګنې خپل ژوند به له لاسه ورکړي.