د چک جمهوریت په پلازمېنې پراک کې د یوه وسلهوال ځوان په ډزو کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
برید پرون پنجشنبه ډسمبر ۲۱مه له غرمې وروسته د پراګ د چارلس پوهنتون په هنرونو پوهنځي کې شوی دی. دې سیمه کې ګڼې لرغونې او تاریخي سیمې شتون لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
وژل شوي ټول کسان د وسلهوال بریدګر ټولګيوال دي.
د پراګ د پولیسو مشر مارټین فونډراسېک رسنیو ته ویلي چې دغه ډزې د پراګ ښار منځ کې د چارلېس پوهنتون د هنرونو پوهنځي ودانۍ کې شوي او وسلهوال کس هم د همدې پوهنځي زدهکړیال دی.
د پولیسو په وینا، وسلهوال زدهکړیال د پولیسو برید کې وژل شوی، خو تراوسه یې لا نوم نهدی خپور کړی.
د چک ولسمشر پیټر پاول سبا شنبه د ډسمبر ۲۳مه دغه هېواد کې د یادې پېښې له امله د ملي ماتم ورځ اعلان کړې ده.
پاول وویل: «زه به د ډېرو ځوانانو د وژنې له امله د بې وسۍ غوسې سره خپل ستر خپګان څرګند کړم. زه غواړم د قربانیانو خپلوانو او ټولو هغو کسانو ته چې په دې غمجنه پېښه کې یې عزیزان له لاسه ورکړي، د چک جمهوریت تاریخ کې تر ټولو غمجنې پېښې په اړه خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړم.»
پولیسو په پېښه کې د وژل شویو او ټپیانو په اړه نور معلوماتو نهدي ورکړي او دا یې هم نهدي ویلي چې د بریدکوونکي د دې برید موخه او انګېزه څه وه.